IQNA

د پاکستان د کورمي پاره چنار  د کړکېچ دوام (مقاله)

16:33 - January 18, 2025
د خبر لمبر: 3490488
ایکنا- په داسې حال کښې چې تمه کیدله د  پاکستان د  خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعي کښې له وروستۍ  کوهاـ معاهدي  او له ترهګرو سره په مقابلې باندې د پاکستان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت او د فیډرل حکومت له ټینګار وروسته، په پاراچنار کښې امنیت او ارامښت راشي خو رپورټونه په دې سیمې د ترګرو د  لا پراخې حملو او ترینگلتیاؤ خبر ورکوي.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د پاکستان د پولیسو د رپورټ له مخې، پاړه چنار ته د خوراکي توکو په وړونکې قافلې باندې په یو وسله وال برید کښې ۸ ډرائيوران  او ۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. دغه حمله تیره پنجشنبه د کرمې  پاراچنار په بګن ،اوچت او مندوریو او چارخیلو امنیتي حوزی کښې وشوه چې په دې وروستیو کښې د تکفیري ترهګرو له حملو سره مخامخ پاتې شوې وه. دغه ترهګره حمله چې په دوو مختلفو سیمو کښې وشوه، په پاراچنار کښې د ترهګرو بریدونوپه دوام  د ولسي اندیښنو د بیا زیاتیدو لامل شوې ده.

دغه قافله چې د خوراکي موادو، درملو او انساني مرستو بار کابو ۳۵ ټرکونه په کښې شامل وو،ترهه گرو له حملې وروسته اور  ورواچوه. د پولیسو د رپورټ له مخې، په یاد برید  کښې ځايي ترهګرو همداشان پنځه، شپږ  ډرائيوران هم تښتولي دي.

یاد ترهګر برید په داسې حال کښې شوی چې د کرمې سیمه چې پاراچنار یې مرکز دی او زیاتره آبادی  یې شیعه مسلمانان دي،د ځای ترهه ګرو او خینو حکومتی او پوځي ادارو په ملتیا او غږملتیا سره د خوراکي توکو له سخت کمي سره مخ ده او اصلي لوې لارې د ترهه ګرو او حکومتي  اورګانو له خوا لاهم بندې دي.

پاراچنار کښې د صلحې له وروستې موافقې وروسته د شهباز شریف په وزیراعظمۍ د پاکستان حکومت د دې سیمې خلکو ته د اړتیاوړ شیانو د لیږلو او د مواصلاتي لارو د خلاصولو امر وکړ خو په هم هغه اوله مرلحه کښې مرستندویه کاروان د ترهګرو هدف وګرځید.

که څه هم د پاکستان د فیډرل حکومت د کورنیو چارو وزیر سیمې ته په تګ سره د لارو د امنیت په تامینولو او د پاراچنار د خلکو د اړتیاوړ شیانو په زرترزره انتقال تاکید وکړ خو نه یوازې مواصلاتي لارې همهغه شان بندې دي بلکې امدادي قافلې هم، د امنیتي ځواکونو له شتون سره سره، سیمې ته د شیانو د انتقال توان نه لري.

دا ښودنه کوې چې یا خو په سیمه کښې موجود عملیاتي ځواکونه د لارو د امنیت د ساتلو پوره کوشش نه کوي او یا دا چې د مختلفو سویو ځیني عوامل غواړي چې د کرمې او پاراچنار د شیعه مسلمانانو ستونزې لاهم دغه شان باقي پاتې شي.

په دې وجه ترهګر (البته دځينو حکومتی کړیو په ملتیا سره) ځان ته دا جراءت ورکوي چې د کرمې او پاراچنار په لاره له تیریدونکو امدادي او خوراکي قافلو سره د امنیتي ځواکونو له شتون سره سره، خپل قدرت څرګندوي او امنیتي ځواکونه هم وژني.

دا حالات د پاکستان د خلکو له نظره د دغه هیواد د پوځ له حیثیت سره بیخي نه ښايي چې ترهګرې او تکفیري ډلې دې، د کرمې د امنیت د خرابولو په ترڅ کښې پوځي او امنیتي ځواکونه هم ووژني.

په هر حال، کرمې پاراچنار  ته په روانې امدادي قافلې باندې د خونړیو بریدونو دوام ښودنه کوي چې تکفیري او ترهګرې ډلې او ځيني حکومتي کړئ نه غواړي چې سیمه قراره او هوسا شي او د سیمې په تیره بیا د پاراچنار د خلکو د ستونزو د زیاتولو په تکل کښې دي.

په وروستسو ترهګرو بریدونو کښې د پارچنار سیمې د ښځو او ماشومانو پشمول کابویو سل پنځلس کسان شهیدان شول. په دې وجه داسې ښکاري چې د سیمې د خلکو د ستونزو د هواري او د امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د امنیتي او پوځي ځواکونو او د فیډرل حکومت جدي دلچسپي او لاس په کار کیدل ضروري دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156482

captcha